ونه و په يوه شنه کلي کې يوشپونکی اوسېده چې د وزو او پسونورمه يې درلودله چې په رمه کې يې دسرخېلې په نوم يوه سرکشه او غښتلې وزه هم وه. سرخېلې درمې دنورو څارويودبچوله ځورولوخوند اخيست چې دې عادت يې هغوی ډېرپه تنګ کړل او ښکرورې وزې ته يې شکايت وکړ. ښکرورې دسرخېلې داصلاح کولووويل خوسرخېلې يې ټولې خبرې واورېدې اوپه بېړه يې ځان دهغوی څنګ ته ورساوه. د سرخېلې اوښکرورې شخړه شوه ،پدې مهال دډډي په نامه پسه هم موجود و،هغه ډېره هڅه وکړه چې تر منځ يې سوله وکړي خو هغوی ونه منله . دشخړې په مهال دواړه دپله لاندې اوبو ته ولوېدل اوډېر وارخطا شوو چې اوبه يې ډوب نه کړي. ډډي ته يې عذر او زارۍ وکړې چې ويې ژغوري. ډډي درمې سپې،خړی، دهغوی د ژغو ر نې لپاره راووست. خړ ي وويل داچې سرخېله همېشه لانجې جوړوي پرېږه چې اوبه يې يوسي خو د ډډي په غوښتنه يې هغوی دواړه وژغورل. سرخېله پخپله تېروتنه پوه شوه او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به هېڅکله نورو ته آزار ونه رسوي. |