و نه و درې پتنګان (کاغذبادونه) وو چې يو يې سترګور بل يې شمله ور او دريم يې درې تخته يي نومېده. هغوئ به په ګډه لوبې کولې. يوه ورځ درېواړه د شمال په مرسته والوتل. شمله ور خپلو ملګرو ته وويل چې نن به د لوړې الوتنې سيالي کوي. درېواړو په هوا کې هڅه کوله چې يو دبل نه ډېر لوړشي خو شمله ور ګټونکی برېښېده، ځکه چې تر ټولو لوړ و. په همدې هڅو کې د سترګور تار ختم شو، ورپسې د درې تخته يې تار هم خلاص شو خو شمله ور نور هم لوړېده. سترګور پرېکړه وکړه چې د شمله ور تار وشلوي څو د ګټلو څخه خوند وانخلي،خو شمال او درې تخته يې دا کار ښه نه ګاڼه. په پای کې سترګور د شمله ور تار وشلاوه ، شمله ور يوې خواته ولوېداو سترګور د خو شحالۍ سندرې پيل کړې. شمال او درې تخته يې د سترګور په دې کار خواشيني شول اود لوبې نه ووتل. يو وخت د سترګور پام شو چې بدن يې سستېږي ځکه چې شمال نه و.  | | | سترګور پرېکړه وکړه چې د شمله ور تار وشلوي څو د ګټلو څخه خوند وانخلي. |
هغه هر څومره چې يې شمال او درې تخته يي ته نارې کړې ، يوهم ځواب ورنکړ.په پای که هغه هم ولوېد او ژوبل شو. درې تخته يې ورته وويل چې ټول ستا دلاسه دي. سترګور پښېمانه و او په شمله ور پسې هم خپه و. شمال، شمله ور د ځان سره راوست ، سترګور ورته ډېر خوښ شو او ويې ويل نور به هېڅکله داسې کار ونکړي چې ملګري يې خپه شي. |