 | | | عبدالله ديوته وويل چې هغه ترې غټ اوخطرناک دی، که ځان ورښکاره کړي ،ديوبه له ډاره مړشي. |
و نه و په پخوا زمانو کې په يوه کلي کې يو ګوډ او يتيم ماشوم اوسېده ،چې عبدالله نو مېده. نورو هلکانو به هغه په لوبو کې نه پرېښود. هغوی به ويل چې منډې نه شې وهلی، په تېره بيا د عتيق او اسلم په نومونو دوو هلکانو له ده سره ډېره کينه درلوده. يوه ورځ ،چې د کلي هلکانو توپ ډنډه کوله، عبدالله راغی او خبر شو چې د کلي نه د حميد په نوم يو هلک ورک شوی. هغه يې دپيداکولو وويل. هلکانو پرې ملنډې ووهلې. بله ورځ بل هلک هم ورک شو. عبدالله يې د پيدا کولو په هوډ له کوره ووت. ناڅاپه يې يوعجيبه د پښې پل وليد، همدلته يوه چونګښه ،چې دده د اندېښنې نه خبره شوې وه ، ورسره ملګرې شوه. .هغوئ پلونو پسې لاړل، په پای کې دغره يو غار ته ورسېدل چې اور پکې بل و . کله چې متوجه شول، هلته ديو ورک شوي هلکان په قفس کې اچولي وو. عبدالله او چونګښه سخت وډار شول. وروسته عبدالله چورت وواهه او په ډډ غږ يې ديوته وويل چې تر هغه ډېر غټ او خطرناک دی.  | | | عبدالله هلکان دديوله بنده خلاص کړل او د کلي ټول هلکان ورسره انډيوالان شول. |
که ځان ورڅرګندکړي ، له ډاره به مړ شي. وروسته يې خپل شرطونه وويل چې دواړه به خپلې سپږې ، لاس او وېښته ښکاره کړو، د هر چا چې زورور وو، هغه ګټلې ده. عبدالله د سپږې پر ځای چونګښه، دلاس په ځای چارشاخه او د وېښته پر ځای پړی ښکا ر ه کړ.ديو سخت وډار شو او وتښتېد. عبدالله هلکان له بنده خلاص کړل. د کلي نور هلکان د هغه دغه کار ته هک حيران شول او ټول ورسره انډيوالان شول. |