يو وخت په يوه کلي کې د رحيم ، مالک او ګلالۍ په نومونو درې ماشومان اوسېدل. رحيم ، چې د نورو په پرتله قوي و ، مغرور برېښېده. يوه ورځ هغوئ د غرونو د ځنګلي ميوو د ټولولو لپاره ولاړل اوداسې ځای ته ورسېدل چې هلته د ديوکورنۍ اوسېدله او ټولې ونې له ميوو ډکې وې. رحيم نه غوښتل د نورو سره په ګډه مېوې ټولې کړي، له هغوی بېل شو ، يو ځوان ديو ونيو او سمڅې ته يې بوت. دهغه دوه نور د ملګري، چې په لټولويې بوخت وو، هم ديو ونيول او په سمڅه کې يې په يوې کوټې کې واچول. ديو وويل چې مور او پلاريې کوه قاف ته تللي چې ده ته ښځه وکړي او له دوی يې وغو ښتل چې دهغه په کوژده کې دنڅالپاره تمرين وکړي. رحيم د ملګرو نه بېل کونج ته ولاړ او و يې وويل چې ددوی له لاسه زندان ته ولويد. ديو ټيپ چالان کړ خو دوو ماشومانو ځانونه بې هوښه واچول.  | | | ديو له رحيم، مالک او ګلالۍ وغوښتل چې د هغه دکوژدې لپاره د نڅا تمرين وکړي. |
ديو رحيم ته يې وويل تر هغودې ګډ شي څو له پښو ولوېږې. کله چې رحيم رښتيا له پښو ولوېد، ديو نور تمرين بلې ورځې ته پرېښود. ګلالۍ او مالک د رحيم پښې چاپي کړې . رحيم پښېمانه و چې که له هغوئ بېل شوی نه وای ، اوس به ده هم د بې هوښۍ تمثيل کړی وای. وروسته مږې ، چې هلته بندۍ وه، هغوئ ته وويل چې ديو په تخنولو ورک کېږي. کله چې ديو راغی، ټولو په ګډه وتخناوه اوديو ورک شو. |