په يوه کلي کې د محبوبې ، شکريې او ولولې په نومونو دريو خورلڼو ژوند کاوه. هغوئ به تل يوځای ګرځېدلې اويو ځای به يې لوبې کولې. محبوبه او ولوله د شکريې له يوه عادته ډېرې په تنګې وې. يوه ورځ درېواړه په باغ کې لوبو ته راټولې شوې وې. شکريې د محبوبې له کڅوړې ږمنځ واخېستله خپل وېښتان يې ورباندې ږمنځ کړل او بېرته يې له وېښتو ډکه کېښودله. همدا مهال د تالندې سره تېز باران شو. محبوبې په قهر هغه ږمنځ په بله پلاستيکي کڅوړه کې تاوه کړه او کورته يې يوړه. څوورځې وروسته چې بيا راټولې شوې وې، شکريې ،چې د محبوبې په شان يې کله کله سر ګراوه، بيا د هغې د کڅوړې څخه ږمنځ واېستله. ږمنځ هماغسې له وېښتو ډکه وه. هغې په کرکه لېرې وغورځوله چې چټله ده، خو محبوبې ورته وويل چې پخپله شکريې چټله کړېده. ددواړو لانجه شوه په پای کې محبوبې په ږمنځ کې نښتي سره بخوني ويښتان ملګرو ته وښوول ټولو ومنله چې ويښتان د شکريې دي.  | | | شريکه ږمنځ ديوه دسرناروغي بل ته لېږدوي. |
شکريه پدې کار ډېره په غوسه شوه ، لوبې يې پرېښودلې او کورته و لاړه اوڅو ورځې نه مالومېدله. په پای کې نجونې ورپسې کور ته ورغلې. هغوئ وليدل چې د شکريې د سر پوستکي هماغه شان مرض پيدا کړی و ، چې دمحبوبې سر درلود. شکريې وويل چې نور به هېڅکله نه چدا ږمنځ اخلي او نه به يې ورکوي ځکه چې دا کار د يوه ناروغي بل ته لېږدوي. |