په يوه کلي کې د عبدالله ، عتيق ، رحيم او ګلزار په نامه څلور همزولي وو. کله چې هوا ګرمه شوه ، هغوی پرېکړه وکړه چې د کلي په ډنډ کې به لامبي. عبدالله د خپل مشر ورور له خولې دا اوبه چټلې ګڼلې او خپل ملګري يې هم په هغه ډنډ کې له لامبلو منع کول خو هغوی يې خبره جدي نه ګڼله. وروسته تر هغې به عتيق دوئ هره ورځ دغرمې له خوا دکلي په ډنډ کې لامبل خو عبدالله د نورو همزولو ترڅنګ د لوبو لپاره تللو. يوه ورځ چې درېواړو انډيوالانولمبا پيل کړه، ځانونوته يې پام شوچې دانې پرې ختلې وې. ټول سخت وارخطا شول. کور ونوته ولاړل اوخپل مشران يې خبر کړل. مشرانو يې کلينيک ته بوتلل، خو عبدالله دهغوي له تکليف نه خبر نه و. يوه ورځ عبدالله دخپلوانډيوالانوليدو لپاره دهغوی کورته و لاړ ، هلته خبر شو چې ټول يې کلينيک ته بيولي وو.  | | | دعتيق ، رحيم او ګلزارپه ځانونو په چټلواوبوکې دلمباله امله مردار دانې ختلې دي. |
له هغه ځايه د سيمې کلينيک ته ولاړ. هلته د رحيم مور ورته څرګنده کړه چې په هغوئ مردار دانې راختلي بايد بستر شي. درحيم موردډاکترله خولې وويل که مردارې اوبه خولې ، سترګو او غوږونو کې لاړې شي ، نورې ډېرې ناروغۍ هم پيدا کولای شي. کله چې هغوې روغ شول ، درېواړو پرېکړه وکړه چې نوربه هيڅکله په چټلواوبو کې نه لامبي. |