د نسيم په نوم يو هلک و چې د لېوه ګي په نوم يو سپی يې درلود او تل به يې ورسره مالو نه د غره لمنې ته بيول. مشر ورور يې دغره تنګي نه ، چې نړيدلي ديوالونه يې درلودل،له تېرېدو منع کاوه ځکه چې خطرناک و اوخلکو ورباندې د شيطان تلک نوم اېښی و. يوه ورځ نسيم د هغې ونې سيوري ته ،چې هروخت ترې لاندې کيناست، دمه وهله چې جان محمد د خپلو مالونو سره راورسېد. نسيم د تنګي د کمره په سر لويو لويو وښو ته کتل او په زړه کې يې ګرځېدل چې کله به خپل مالونه دغه ځای ته بوځي. بله ورځ يې بيا رمه غره ته بوتله او د هماغې ونې لاندې دجان محمد راتګ ته تم شواوپه چور تونو کې ډوب شو. په خيال کې يې مالونه د غره تنګي ته وخېږول خو لېوه ګی او سرخيلې وزې دهغه ځای له تګ نه منع کړ،ځکه چې خطر يې درلود. نسيم په خپله خبره ټينګ و. وروسته لېوه ګی لاړ چې په ځمکه بويولو خطر معلوم کړي. نسيم هم ورپسې ولاړ.  | | | نسيم په چورتونوکې داسې يوه ځای ته رسېدلی و، چې هلته دماين دشتون خطر موجودو. |
هلته يې لېوه ګي وليد چې ځای په ځای ولاړ دی. هغه نسيم ته وويل چې تم دې شي ځکه چې له سپينو تيږو تير شوی اوسروتيږوته رسيدلی دی. نسيم ورو، ورو شاته روان شو چې يوناڅاپه د ماين ګړز شو او نسيم د چورتونو څخه بېرته ووت. خوښ شو چې د هماغې ونې لاندې ناست و او چورت يې واهه. دا ګړز دهغه ماين و چې ماين پاکانو اېستلی او ويې چاوه. |