ونه و د محمد يار او سردار په نومونو دوه وروڼه وو.سردار ډېر خواريکښ خو د محمد يارکار کول ښه نه اېسېدل. ددوئ سره په کور کې مور،پلار اود ګلنارې په نامه يوې خور هم ژوند کاوه. يو وخت دهغوی پلار ناروغ اوڅه موده وروسته ومړ. مور يې دواړه وروڼه دکلي ملک ته دکارکولو لپاره واستول. ملک هغوئ دنصرو په نامه خپل يوه بزګر ته واستول. ملک له هغوئ سره دا هوډهم وکړ چې که چېرې يې ځمکې ښې ودانې کړې، هماغه ځمکې به ور وبښي. محمد ياربه هسې ورځ تېروله خو سردار ډېر زيار کاږه. يوه ورځ دسردار دوئ مور د ګلنارې سره دهغوئ د پالېز دکتلو په نيت ورغله. لومړۍ يې دسردار پالېزوکوت اودغټو اوښوهندواڼوپه کتلو ډېره خوښه شوه. وروسته دخپل مشر زوی، محمدياردپالېزکتلوته ولاړه.  | | | سردار په پالېز کې ډېرزيار ايست ، چې په پايله کې يې ډېرښه حاصل ترلاسه کړ. |
خو کله چې يې دمحمديار پالېز وکوت، هلته يې په پټي کې له څو کوچنيو هندوا ڼو او کبلې پرته بل څه تر سترګونه شول. په دې وخت کې ګلنارې هغوئ ته هغه نوې جامې ډالۍ کړې چې له ځان سره يې راوړې وې. سردار خپلې جامې په ډېرې خوښې واخيستلې. خومحمد يار،چې دخپلې ټنبلۍ له امله يې سرټيټ نېولی و، له ځان سره هوډ وکړ چې تر څو يې ځمکې نه وي ودانې کړي ، نوې جامې به وانه غوندي. |