BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:47 گرينويچ 2009 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوند کيسې: دبڼ ساتونکي

دبڼ ساتونکي

و نه و په يوه کلي کې يو بڼوال اوسېده چې دبڼ اوکور دساتنې لپاره يې يوه سپۍ ساتلې وه.

سپۍ د ګرګي، چينۍ او خرمايي په نومونو درې کوکريان هم درلودل. يو وخت د بڼوال مېرمن د هغوئ له غپا په تنګ شوه او له کوره يې وشړل.

بڼوال د خپلې مېرمن په دې کار ډېر خواشينی شو ،ځکه چې دبڼ مېوې پخې شوې وې او دغلود لګېدو وېره ورسره وه.

سپۍ ديوه بڼ په مورۍ (آبرو) کې خپل بچي ځای په ځای کړل، خو وېرېده چې دابڼوال به يې هم وشړي.

سپۍ کوکريان ګٌرګي ته پرېښودل ، چې ترنورو غښتلی و، او خپله په خوړو پسې ولاړه . په دې وخت کې د څو کسانو ګونګوسې واورېدل شوې.

ګرګي په غپاپيل وکړ، چينۍ او خرمايي يې هم غپاته وهڅول څوبڼوال راويښ شي خو هغوئ وېرېدل.

په دې وخت کې يې مور هم راورسيدله . ددوئ غپا بڼوال راويښ اوغله وتښتېدل. بڼوال سپۍ او کوکري دخوړو په ورکولو ونازول.

دبڼ ساتونکي
کله چې بڼ ته غله راغلل، ګرګي چينۍ اوخرمايي غپاته وهڅول څو د کور څښتن راويښ شي.

کله چې دسپۍ اصلي څښتن دخپلې سپۍ غپا واورېدله په منډه يې ځان راورساوه څو سپۍ او کوکريان بېرته خپل کورته ولېږدوي.

دوهم بڼوال دسپۍ اوکوکريانو دلېږد اجازه ورنکړه او ورته يې وويل که چېرې دهغه وای ، دده په بڼ کې يې څه غوښتل.

د سپۍ اصلي څښتن ډېر خواشينی شو اوله ځان سره يې وويل چې مېرمن يې د سپيانو په قدر پوه نه شوه، اوس دکور او بڼ ساتل ورته ډېر ستونزمن شول.

لمبادژوندکيسې
لامبو
چنچڼهد ژوند کيسې
د ورځې ورک د شپې پيدا
دچرګ کرتۍد ژوند کيسې
د چرګ کرتۍ
شريکه ږمنځدژوندکيسې
شريکه ږمنځ
ديود ژوند کيسې
د ديوزندان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>