وه نه وه يوه هوښياره نجلۍ وه چې نګاره نومېده. نګارې به تل خپل د لوبوسامانونه پخپله جوړول چې ان يو ښکلی شين ټغرګی يې هم اوبدلى و. يوه ورځ نګارې دخپلو خورلڼو، نذيرې ، ښاپېرۍ او مکۍ ، سر ه په انګړ کې د نانځکې واده جوړ کړی و، چې نګارې خپل تغرګی هم راوړی و پدې مهال دښاپېرۍ او نګاره دکومې خبرې پر سر شخړه وشوه اوښاپېرۍ په پټه دنګارې ټغرګی هم له ځان سره يووړ. کله چې نګارې د لوبو سامانونه ټولول، دخپل ټغرګي په نشتوالي ډېره خواشنيې شوه او په ژړا کورته ستنه شوه. ښاپېرۍ غوښتل په کور کې دنګارې له ټغرګي څخه ټغر اوبدل زده کړي چې ناڅاپه يې خپلوبوټانوته پام شو چې له مېله کې ترېنه پاتې وو. په همدې وخت کې د مکۍ پام شو چې دښاپيرۍ بوټونه يې پښو کړي، په منډه يې هغه ښاپيرۍ ته ور ورسول چې ښاپېرۍد خپلو بوټو په ليدو ډيره خوښه شوه.  | | | ښاپېرۍ غوښتل په کور کې دنګارې له تغرګي څخه تغر اوبدل زده کړي. |
ښاپېرۍ هم په ځغاسته کورته ولاړه او دنګارې ټغرګی يې راوړ اود بې اجازې وړلو له امله يې بخښنه وغوښته. نګاره او دهغې خورلڼې خوښې شوې او نګارې هغوئ ټولې خپلې کورته ور وبللې چې دټغرګي اوبدل ورزده کړي. |