وزوزي او مژمژي دوه چالاکه او هوښيار ميږيان و ، وز وزي به په هر کار کې بيړه کوله خو مژمژي به ټول کارونه په غورترسره کول. يوه ورځ جارچي جار واهه چې دمېږيانو ملکه ناروغه ده او دبنيادمانود سيمې دشوتلې په تخم جوړيږي چې دتخم راوړونکي ته غټ انعام هم ورکوي. نورو مېږيانوله ډاره دې کارته زړه ښه نه کړخومژمژي او وزوزي اوبه او خواړه واخيستل او دشوتلې په تخم پسې روان شول. تر ډېرمنزل وروسته يې د سيندبلې غاړې ته دشوتلې پټی وليد. وزوزي غوښتل په خسواوخاشاکوله اوبو تېر شي خو مژمژي آسانه اوبې خطره لارلټوله. مزمزي په ډېروستونزو ځان دشوتلې پټي ته ورساوه خو مژمژي تر هغه مخکې رسېدلی و. دواړو دشوتلې تخم ټول اوغوښتل يې بېرته ولاړشي. وزوزي په بيړه روان شو. پدې وخت کې مژمژې ته هغه پتنګ ورپه زړه شو ، چې مژمژي ورسره يووخت مرسته کړې وه. هغه يې دشپېلي په وهلو راوغوښت اوخبره يې ورسره شريکه کړه.پتنګ هغه پخيله شاپورته کړ چې له سيند نه يې تېر کړي.  | | | وزوزي غوښتل په خسواوخاشاکوله اوبو تېر شي خو مژمژي آسانه اوبې خطره لارلټوله. |
په لاره کې يې وزوزي وليد چې له ډبرونه شو تېرېدلای. مژمژي له پتنګ څخه وغوښتل چې له هغه سره هم مرسته وکړي. پتنګ وزوزي هم له ځان سره پورته اودواړه يې له اوبو څخه يې تېر کړل. هغوئ په منډه منډه دشوتلې تخم ملکې ته ورساوه. ملکه دتخم په ليدو جوړه او هغوئ دواړوته يې ښه سوغاتونه ورکړل. |