په يوه کلي کې دکريم ،سباوون اواحمد په نومونودرې ملګرو ژوند کاوه او په ګډه به لوبيدل چې کريم لږ بې زړه او کم جرئته و. يوه ورځ يې مالونه له څړځای څخه دکور په لور راوستل چې په لار کې يوسپي پسې وځغاستل، ټولو دتېښتې لار غوره کړه. دکريم انډيوالان له ويالې تېر شول خو کريم ځای په ځای ودرېد اوپه ژړا يې پيل وکړځکه چې له ويالې يې دتېرېدو زړه نه درلود. پدې وخت کې سپي هم خپله لاره بدله کړه اوکريم خوښ شوچې سپي ورته زيان ونه رساوه اوټول روغ رمټ خپلوکورونوته ستانه شول. بله ورځ هغوی وغوښتل چې دکلي سره نږدې وياله کې ولامبي،ټولوکميسونه وايستل اوپه وياله کې ورګډ شول، خوکريم دويالې ترغاړې کېناست. پدې وخت کې يوې غټې مږې دکريم کميس کش کړ. کريم له نورودمرستې غوښتنه وکړه خو هغوی غوښتل چې کريم زړورتيا پيدا کړي. يوهم دهغه سره مرستې ته حاضر نه شواوټول ديوې ونې ترشا پټ شول. کريم يو اوږد لرګی پيدااوپه مږه يې ګوزار وکړ .  | | | يوه ورځ سپي په هلکانوپسې وغاپل ،ټول وتښتېدل خوکريم ځای په ځای ودرېد. |
پدې وخت کې دکريم پام خپل جېب ته واوښت چې مږې سوری کړی وځکه چې کرت پکې و. لږه شېبه وروسته دکريم خور، فوزيه ، په کريم پسې راغله چې مور يې کورته بللی و. دکريم انډيوالانو په خوښۍ دکريم دزوړتياکيسه ورته وکړه وروسته له هغې ورځې کريم هم دخپلونورو انډيوالانوپه څېر زړور اوخپل کارونه به يې دخپل توان په اندازه پخپله کول. |