هيلۍ يوه تنبله نجلۍ وه چې د پلار ، مور او کوچني ورور، شريف، سره په يوه کور کې اوسېده .هغه ډېره بې پروا وه اوهيڅ شی يې پخپل ځای نه کېښود. يوه ورځ يې مور هيلۍ ته وويل چې پيالی پرېمينځی . هغه پخلنځي ته ولاړه او ويې ويل کاشکې داسی ځای ته ولاړه شي، چې هيڅ کارپکې نه وي. په دې وخت کې له هوا څخه يو پړونی راکښته شو اوهيلۍ ته يې وويل چې هغه جادويي پړونی دی اوپر سرکول يې دهغې هر ارمان پوره کولای شي. هغه ورته وويل چې که پړونی يې له سرڅخه ليرې کړ، هرڅه به ختم او هيلۍ به بېرته خپل کورته ستنيږي.هيلۍ دپړوني شرط ومانه اوپړونی يې په سرکړ. په درنګ شېبه کې يوې ښکلې ماڼۍ ته ورسېدله چې له هرڅه ډکه وه.تر هرڅه لومړۍ هيلۍ دماڼۍ له مشره سره مخ شوه اوهغه هيلۍ ته يوه شپيلۍ ورکړه.  | | | هيلۍ الوتونکی پړونی له سره ليرې کړ اوخپل ځان يې بېرته پخپل کور کې وليد. |
دشپيلۍ د غږولوپه صورت کې به هرڅه پخپله ترسره کېدل.هيلۍ په ماڼۍ کې ډېره ګډوډي ولېده، غوښتل يې کار وکړي، خوچا کارکولوته نه پرېښوده. په ماڼۍ کې يې زړه په تنګ شو اودخپل کور ارمان ورغی. يو ناڅاپه يې پړونی له سره ليرې کړ اوخپل ځان يې بېرته پخپل کور کې وليد. هيلۍ په خوښۍ پيالې ومينځلې اوله ځان سره يې ژمنه وکړه چې وروسته تر دې به خپل کارونه په منظم ډول ترسره کوي اوهرڅه به پخپل ځای کې ږدي. |