قربان يو بزګر وچې ښه روزګار يې نه درلود. هغه نورو بزګرانوته په کتود غنمودکښت پرځای يوبل تخم وکاره. کله چې يې بوټي غټ شول، زوی يې فتح اولوريې مليحه، د پلارسره پټي ته ولاړل اوهلته ښکلو ګلانود هغوی پاملرنه ځانته ورواړوله. هغوی دګلانوپه اړه له پلارڅخه وپوښتل. هغه له بدبختيوڅخه دژغورنې بوټي وګڼل او څه موده وروسته قربان دغوزوپه نښتروهلو پيل وکړ. له غوزوڅخه سپينې راوتونکې شېرې دمليحې پاملرنه ځان ور واړوله او هغه يې وخوړه، لږه شېبه وروسته يې سروګرځېد او راوغورځېدله. وروريې ،فتح ،هغه کورته ورسوله اوسړې اوبه يې پرمخ اولاسونه ور وشيندلې او مليحه لږڅه په هوښ شوه. دشپې له خوا ټول ويده شول. فتح په خوب کې دهماغه بوټي غوزه ولېده چې شين ديوترې جوړ او مليحه يې له ځان سره روانه کړې وه چې په يوه ژوره کنده کې يې واچوي. فتح په چيغوله خوب څخه راويښ اوپه منډه يې دمورپه مرسته مليحه ډاکترته ورسوله.  | | | فتح خپل پلار ته قناعت ورکړچې کوکنار د بدبختيو ږېږوونکي دي او ټول يې وايستل. |
ډاکتر شين ديودکوکناروبوټی يادکړچې شيرې يې مليحه دې حالت ته رسولې وه. فتح له کوره يو غټ لور واخيست اودکوکنارو د پټي په لور ولاړ او ټول بوټي يې له بيخه وايستل او پلار ته يې قناعت ورکړ چې کوکناردبدبختيوزېږوونکی دي. |