رحيمه دخپلې کورنۍ يوازينۍ لور وه چې په يوه کلي کي يې ژوند کاوه .د هغې مور او پلاردليک لوست له نعمت څخه بې برخې وو. پلاريې هيله درلوده چې رحيمه زده کړه وکړي، هغه يې په ښوونځي کې شامله کړه، خود جګړې له امله يې ونه کړای شول ښوونځی ووايي. له دې خبرې څوکاله تېر شول او رحيمه (١٣) کلنه شوه. پلار يې ورته کتاب راوړ چې له مخې يې زده کړي، خورحيمې کتاب په ځمکه وواهه. کتاب رحيمې ته بې څراغه وويل. رحيمه دکتاب په خبروحيرانه شوه، غوښتل يې کتاب بېرته راواخلي خوهغه ځنې وتښتېد. رحيمه په کتاب پسې ولاړه، کتاب يوې ماڼۍ ته ننوت، رحيمې وغوښتل چې هغه هم ماڼۍ ته دننه شي خوټولې دروازې يې پر مخ وتړل شوې. د يوې دروازې ترشا يې غږ واورېد چې ويل يې څراغ دی. رحيمې ورته وويل چې په رڼاورځ څراغ ته څه اړتيا ده. رحيمې غوښتل دماڼۍ يوه دروازه پرانيزي خوکتاب ورته وويل چې لومړی دې ددروازې ترشاليکنه ولولي. رحيمې وويل چې هغه په ليک لوست نه پوهيږي. هغې بياهم له هرلوري دبې څراغه غږ اورېده.  | | | کله چې رحيمه دزده کړې په ارزښت پوه شوه، دسواددزده کړې په کورس کې يې ځان شامل کړ. |
غوښتل يې بېرته ستنه شي خودتلولارترې ورکه شوه اوپه ژړا يې پيل وکړ.پدې وخت کې کتاب دخپل نوم ترې وپوښتل. رحيمې پوه شوه چې کتاب دی. وروسته له هغې ورځې رحيمه دزده کړې په ارزښت پوه شوه اود سواددزده کړې په کورس کې شامله شوه. |