يو وخت په يوه ځنګله کې يوه اېږ ژوند کاوه چې په ټولو ځناورو ګران و خو دګېدړې له ايږ سره دځناورو مينه ښه نه اېسېدله. يو ورځ ګيدړې له بيزوڅخه مڼې پټې او دايږ دکور په لاره کې يې يوه يوه دانه وغورځو له، بيزو ته يې وويل چې اېږ يې مڼې پټې کړېدي. ګېدړې سوی ته وويل چې اېږ خپلو بچو ته وويل چې د سوې خوږه غوښه به پرې خوري. سوی اېږ ته بد رد وويل. ګيدړې هيلۍ ته د اېږ له هوډ وويل چې دهيلۍ له نرمو بڼکوبه ځانته بالښت جوړوي. هيلۍ هم ډيره خواشينې شوه. په پای کې ټولو ځناورو پرېکړه وکړه چې نور به له اېږ سره دوستي ختموي او هيڅ به نه ورسره مخامخ کېږي. اېږ نه پوهېده چې دوستان يې ولې ورڅخه خپه دي.هغه په چورتونوکې ډوب تللی و چې ناڅاپه يې دکوم ښکاري دپښوښکالو واورېدله. اېږ وليدل چې ښکاري دګېدړې دنيولولپاره جال اچوي.اېږ دګېدړې دکور مخې ته ورغی څو هغه دښکاري له پلان څخه خبره کړي. پدې وخت کې ګيدړه له نورو ځناورو سره روانه وه چې ايږ په منډه ځان ور ورساوه چې پدې مهال اېږدښکاري دغشي ښکارشو.  | | | يو ورځ ګيدړې له بيزوڅخه مڼې پټې او دايږ دکور په لاره کې يې يوه يوه دانه وغورځو له. |
ځناوروښکاري پسې واخيست او داېږ ټپ يې وتاړه. ګيدړې له خپلو کړو بخښنه وغوښته . هغې ټولو ته يې وويل چې دروغ ويلي و. ټولوپه يوه غږ نارې کړې چې ايږ پرې ګران و او تل به پرې ګران وي. |