BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:27 گرينويچ 2009 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د خوړو ارزښت

د خوړو ارزښت

احمد، کامران ، بريالی او خيبر هغه څلورانډيوالان وو چې تل به يې په ګډه لوبې کولې خو تر هر څه يې د غېږې نيولو سيالي ډېره کوله.

پدې سياليوکې به احمد تل په کامران برلاسی و اوکامران به ډېر خواشينی کيده.احمد به هره ورځ د لوبوپه مهال يوځل کورته تللو.

دې ماتې کامران ډېرخواشينی کړ اوڅوپرله پسې ورځې يې تمرين وکړاو بيا يې احمد غېږې نيولو ته را وباله.

داځل بياهم کامران سيالي وبايلله. هغه ته پوښتنه پيداشوه چې احمد ولې دومره غښتلی شوی اوهره ورځ دلوبو په مهال يوځل کورته ځي.

کله چې يې احمد وڅاره ، ويې ليدل چې هغه په کور کې راز راز خواړه او مېوې خوري اوبېرته لوبو ته راځي.

کامران هم تر هغې ورځې وروسته دلوبو په مهال کورته ځان رساوه او هغه خواړه به يې خوړل چې په کور کې به يې تيار وو.

د خوړو ارزښت
احمد هره ورځ په کور کې راز راز خواړه او مېوې خوړلې اوبېرته لوبو ته را تللو.

بله ورځ بيادکامران اواحمد تر منځ سيالي پيل شوه، احمد په ځان باور درلود چې داځل به بيا هم سيالي ګټي خو لوبه برابره پای ته ورسېدله.

انډيوالان يې حيران وو چې احمد اوکامران څرنګه دومره غښتلي شوي دي. کامران وويل چې هغه احمد وڅاره چې هرډول خوړو غښتلی کړی دی.

هغه هم له راز راز خوړو څخه ګټه واخيسته څو په پای کې داحمد په څېر غښتلی شو اوسيالي يې ور سره برابر شوه.

صابوند ژوند کيسې
خوشبويه ملګری
زړه سواند اېږدژوند کيسې
زړه سوانداېږ
سپين آسد ژوند کيسې
سپين آس
شين ديوژوند کيسې
شين ديو
رحيمهدژوند کيسې
څراغ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>