ميمي يو خنجر لرونکی کب و چې د خپل نيکه سره يې ژوند کاوه او هيله يې درلوده چې وزر ولري او والوزي . يو وخت دميمي نيکه خپله دنده، دکبانو ژغورل ،ميمي ته وسپارله. هغه يو څو کبان وژغورل او بيا دخپل انډيوال، زيړک کب،سره په لوبو بوخت شو. پدې مهال يې يوه سمندري ښاپيرۍ په جال کې بنده وليده او هغه يې وژغورله. ښاپيرۍ په بدل کې له هغه سره د هرډول مرستې وعده وکړه. ميمي هيله وکړه چې وزر پيدا او والوزي. ښاپيرۍ يوه شنه پاڼه دالوتو او يو سپين زړی له اوبوڅخه بهر ديو ساعت ژوندي پاتې کېدو لپاره ورکړل. ميمي په ډېرې خوښۍ والوت چې ناڅاپه يو باز هغه ونيواو خپلو بچيوته يې د عجيب الوتونکي په نامه د ساعت تېرۍ لپاره يووړ. د باز بچيانو هغه ډېر وځوراوه چې پدې وخت کې دهغه له اوبو څخه دباندې يو ساعت پوره شو او ساه يې بنده بنده کېدله. باز هغه بېرته اوبو ته ورساوه ،هلته يې وليدل چې ديوه کوچني کب مور اوپلار دزېړک سره د کب نيوونکي په جال کې بند وو.  | | | ميمي ژمنه وکړه چې نور به هيڅکله دالوتلو هڅه ونکړي او خپل دوستان به ژغوري. |
ميمي غوښتل په خنجر جال وڅيري خو خنجريې کار نه کاوه. هغې ځان ښاپيرۍ ته ور ساوه او ترې ويې غوښتل چې وزرونه يې بېرته له منځه يوسي. د وزرونوپه له منځه تللو سره يې وکړای شول اسيرکبان دکب نيوونکي له جال څخه وژغوري. ميمي ژمنه وکړه چې نور به هيڅکله دالوتلو هڅه ونکړي او خپل دوستان به ژغوري. نورو کبانو هغه ته داتل کب نوم ورکړ. |