و نه و په پخوا وختونو کې بې اغزو زيږګي (شيشګي) ، بې باره کيشپ او تېزغاښي موږک په يوه ځنګله کې ژوند کاوه . کيشپ دشاد تيږې د نه درلودلو، زيږګی د اغزو د نه درلودلو اوموږک هم د خپلو تېرو غاښونوله امله له نوروڅخه په تنګ وو. هغوئ له ځنګل څخه دتللو نيت وکړ. په لاره يې د ژړا غږ واورېد. زيږګی نېږدی ورغی او هلته يې دبل زيږګي يوټپي بچی د يوه بوټي لاندې پروت وليد. زيږګي هغه په خپله بې اغزو شا له ځان سره واخيست، دشيشګي بچی ډېر خوښ شواو دزيږي سره کورته ولاړ. وروسته کيشپ اوموږک په لاره کې يوه چونګښه وليده چې پښه يې د تيږې لاندې شوې وه، کيشپ هغه وژغورله. چونګښې هغه دخپلۍ پاچاهۍ وړ وباله او دهغوی پاچاشو. تېزغاښی موږک يوازې پاتې شو . پدې وخت کې يې دکوم چاد مرستې دغوښتلوغږ واورېد. موږک نېږدې ورغی.  | | | بې اغزوزيږګي دبل زيږګي ټپي بچی وژغوره اوله هغه سره کورته ولاړ. |
هلته يوزوړ موږک دکورترمخه دګڼوبوټوله کبله نه شوای کولای خپل کورته دننه شي. تېزغاښي موږک هغه بوټي پخپلوغاښونو پرې کړل. موږک د تېزغاښي مننه وکړه اوله هغه يې وغوښتل چې له ده سره دې يوځای ژوند وکړي او له خپلو تېروغاښونودې سمه ګټه واخلي. |