BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:42 گرينويچ 2009 ,24 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: دطبعيت رنګونه

دطبعيت رنګونه

په پخوا وختونو کې د کال ټولو موسمونو اوموجوداتو خبرې کولې.د پسرلي په يوه ورځ نبات وويل چې ټول ځايونه هغه زرغون کړي دي.

پسرلي وويل چې دټولو موجوداتو خوښي، تازګي او دطبعيت سمسورتيا دده ده. پدې وخت کې اوړی راغی ټولو موجوداتو له ګرمۍ شکايت وکړ.

اوړي وويل که چېرې دهغه دلمرتودوخه نه وای، هيڅ مېوې او نباتات به نه وای پاخه شوي اوبل کال ته به ددې شيانو نښه هم نه وای پاتې.

اوړی ولاړ او منی راورسيداو ټول په رېږدېدوشول. دهغه ديخ شمال له امله بوټي په وچېدو شول او دونوپاڼې ژېړې او تويې شوې.

ټولو موجوداتو له مني شکايت وکړخو مني ورته وويل چې هغه هم يوزيات شمېر ميوې پخوي اودپاڼو په رژېدوکې يې هم ګټه ده.

مني ټوله په پړه په ژمي واچوله چې هغه يې آرام نه پرېږدي. ژمی راورسېداو ټولو موجوداتو ترې سرټکاوه.

دطبعيت رنګونه
پسرلي وويل چې دټولو موجوداتو خوښي، تازګي او دطبعيت سمسورتيا دده ده.

ژمي وويل چې همداد ژمي واوره ټول کال هغوئ ته خواړه ورکوي ، يخ يې ځمکه نرموي اود ټولو نباتاتو ناروغي له مينځه وړي.

په پای کې ټول پدې پوه شول چې هغوئ دکال ټولو فصلونوته اړتيا لري او ژمی دهغوئ د استراحت لپاره ډېرښه موسم دی.

د خوړو ارزښتد ژوند کيسې
د خوړو ارزښت
صابوند ژوند کيسې
خوشبويه ملګری
زړه سواند اېږدژوند کيسې
زړه سوانداېږ
سپين آسد ژوند کيسې
سپين آس
شين ديوژوند کيسې
شين ديو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>