په يوه کورکې يوه چرګه له خپلو چورګوړو او يوه کوکري سره اوسيده ، خو چرګه او چرګوړي دکوکري له ځورونې ډېر په تنګ وو. يوه ورځ کوکری يوناڅاپه چرګه او چرګوړي په ډيرو منډو ستړي او ژوبل کړل او خپله کرار ويده شو. کريم، دکور څښتن ، چرګوړي کلينيک ته بوتلل. کله چې کوکری له خوب څخه راويښ شو، د چرګوړو په لټه کې شو. هغه چې چرګه او چرګوړي په کورکې پيدا نه کړل، له کورڅخه دباندې پسې ووت.پدې وخت توريالي ،دکريم دوئ دګاونډي زوی، کوکری وليد. هغه کوکری په ډېرومنډوستړی کړ خوپه پای کې يې وويل چې لوبې يې ورسره کولې. کو کری ددې خبروپه اورېدوپوه شوه چې دنورو ځورول لوبې نه دي. کوکری په خواشينۍ کورته ستون شو چې هلته يې دچرګوړو غږ تر غوږوشو، غوښتل يې نږدې ورشي خو چرګوړي دمور سره يوځای ترې کوډلې ته ننوتل.  | | | يوه ورځ کوکری چرګه او چرګوړي په ډيرو منډو ستړي او ژوبل کړل او خپله کرار ويده شو. |
کوکرې ورته خپله ټوله کيسه وکړه اوله هغوئ يې هم بښنه وغوښته او وعده يې وکړه چې نوربه هيڅکله د چا د ځورونې هڅه ونکړي. کوکري وويل لوبه هغه ده چې د دواړو خواوو سات پکې تير وي . تر هغې شيبې وروسته چرګوړي او کوکري يوځای لوبې پيل کړې اوخوشاله ګرځېدل. |