رحمت ديوې بې وزلې کونډې زوی و، چې دکليوالوترکاري به يې په بازار کې پلورله او مور به يې کله ناکله د خلکو جامې ګنډلې. يوه ورځ هغه له بازارڅخه کور ته روان وچې په لار ه کې يې اجمل، د ګاونډي زوی، وليد. هغه د يوه کوکري په غاړه کې رسۍ اچولۍ وه او ځوراوه يې. رحمت دکوکري په ځورېدا ډېر خواشينی شو، خپلې د کارپيسې يې هغه ته ورکړې او کوکری يې خپل کورته راووست. بله ورځ يې يوبل هلک وليد چې پيشۍ يې زوروله. اجمل خپلې ددې ورځې پيسې هغه ته ورکړې اوپيشۍيې هم کورته راوستله. په دريمه ورځ يې مورله لوږې بې حاله شوه اوله رحمت نه يې وغوښتل چې خوړلوته هم څه راوړي ، خوپه هغه ورځ يې ترکاري ونه پلورل شوه. رحمت په ډېرې خواشينۍ کور ته ستون شواو کيسه يې خپلې مور ته وکړه. کوکرى او پيشۍ د خبرو په اوريدلو له کوره بهر شول. د ځنګله خواته ولاړل او له ځانونوسره يې يوغمى راوړ. رحمت هغه غمى وموښه چې ناڅاپه يوستر ديو پيدا شو.  | | | کوکري او پيشۍ درحمت دنيکۍ په بدل کې هغه ته جادويي الماس راوړ. |
ديو هغه جادويي الماس وباله چې کوکري اوسپي سره دنيکۍ په بدل کې ورپه برخه شوى دى.ديو وويل چې يوه غوښتنه يې پوره کولاى شي. رحمت ترې وغوښتل چې ټول ماشومان دې په ځنارومهربان شي او هغوي دې نه ځوروي. ديود رحمت غوښتنه پوره کړه. رحمت الماس وپلوره اوځانته يې دکان جوړکړ. |