BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوند کيسې: خطرناک دستمال

خطرناک دستمال
سړه هوا هم کله ناکله دزکام اوځان دردۍ لامل کيږي، ماشومانو ته ښايي ځانونه ګرم وساتي.
محبوب د ژمي په سړه هوا کې خپل ملګری، اجمل په کوڅه کې وليدچې پوز يې دغاړې په دستمال پيچلى واو له نورو ليرې ولاړ و.

محبوب ترې وغوښتل چې له دوئ سره لوبې وکړئ خو هغه دخپلې ناروغۍ وويل. محبو ب ترې دغاړې دستمال وتښـتاوه اوترخپل پوزيې تاو کړ.

کورته تر ستنېدو وروسته يې دشپې له ډوډۍ سره يو ګيلاس اوبه هم وڅښلې اوپه هماغه ګيلاس دهغه خور، فرشتې، هم اوبه وڅښـلې.

کله چې سهار له خوب څخه راپاڅېد، دځان له دردڅخه يې شکايت کاوه، فرشتې او موريې هم په پرنجېدو پيل وکړ.

مور يې وويل چې هوا سړه شوېده، دمحبوب پلار به کړکيوته پلاستيک ټک وهي. محبوب د اجمل دغاړې دستمال وروړ .

هغه اجمل ته دځان اوکورنۍ د ناروغۍ وويل . اجمل د هغوئ د ناروغۍ لامل همدا دستمال يادکړځکه چې هغه په زکام اخته و.

ډاکتر
دکوټې هوابايد وخت په وخت تازه اوپه زکام اخته کس دې اوبلن خواړه وخوري.

زکام په اسانۍ له ناروغ نه روغ کس ته لېږدي اودډاکتر له خولې يې وويل چې داسې کسان بايد اوبلن خواړه وخوري او دکوټې هواوخت په وخت تازه کړي.

اجمل ترې مننه وکړه اوځان يې کورته ورساوه څويې پلار کړکيوته پلاستيک ټک نه وهي اوداجمل خبرې عملي کړي.

پښېمانه نانځکهدژوند کيسې
پښېمانه نانځکه
دملګرواخترید ژوند کيسې
د ملګرو اختری
شوخ کوکریدژوند کيسې
شوخ کوکری
واکسين او وايرسد ژوند کيسې
واکسين او وايرس
الوتونکی کبدژوند کيسې
الوتونکی کب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>