احمد ، مجيب او اسد ډېر خواږه ملګري وو. يوه ورځ احمد له خپل پلار سره له بازارنه کورته راتللو ورور يې داسد اومجيب دسوځېدلو ورته وويل. احمددپلارپه اجازه د اسد له ورور سره کلينيک ته ولاړ اوهلته يې اسد په بستر کې پروت وليداوتر روغبړ وروسته يې ترې دمجيب وپوښتل. اسد وويل چې مجيب ډېرسوځېدلی و،ډاکتر ورته ستنه ولګوله، خوب يوړ. احمد ترې دهغوئ دسوځېدنې لامل وپوښت. احمد وويل چې د پلار سره يې په پټيو کې تر مرستې وروسته غوښتل په هغو وښو کې دمه کې دمه جوړه کړي چې ترڅنګ يې پراته وو. پدې وخت کې مجيب راغی او دواړو په لوبوپيل وکړ. پدې وخت کې مجيب له خپله جېبه پټاقۍ راوايستله اوپه وښوکې يې چاودنه ورکړه. داچې واښه ډېر وچ وو، ژريې اور واخيست، مجيب له زياتې وارخطايۍ غوښتل اور مړکړي چې جامو يې اور واخيست.  | | | اسد اومجيب وعده وکړه چې بيا به داشان خطرناکې لوبې نه کوي. |
ما وغوښتل چې دمجيب دجامو اور مړکړم، زمالاسونه هم وسوځېدل. زموږ په چيغو بزګران راورسېدل ، اور يې مړاو موږ يې کلنيک ته راورسولو. د اسد په خبرو مجيب هم له خوب څخه راويښ اوويې ويل چې کاشکې په هغه مهال احمد هم له دوی سره وای. احمد وويل له همداسې ورځې وېرېده چې هغوی خطرناکولوبو ته نه پرېښودل. اسد اومجيب وعده ورکړه چې بيا به داشان خطرناکې لوبې نه کوي. |