ونه و يو عجيبه ښار و چې ډول ډول موټرو، کراچيو، بايسکلو نو او دې ته ورته نورو شيانو په ګډه پکې ژوند کاوه. په دوئ کې جرنګ جرنګ او ترنګ ترنګ دوه بايسکله اوډيډيډ او ټي ټيټ دوه تيز رفتار موټرونه د لارو د بندېدو له امله ډېر په تنګ شوي وو . ددې ګڼې ګوڼې له کبله به هر وخت په تيز رفتار موټروباندې د تېلو، پنچرۍ او ټيرونوته د هوا ورکولوله امله ټوله ورځ تېره شوه. جرنګ جرنګ او ترنګ ترنګ به تل پخپل وخت رسېدل،ځکه چې هغوئ به له تګ څخه مخکې خپلو برېکونو او د ټايرونو هوا ته پام کاوه. کله به چې موټرې دهغوئ ځاى ته ورسېدې، بايسکلونوبه ورباندې ملنډلې وهلې او هغوئ ته به يې بې نظمه ويل. پدې خبرو موټرو ته غوسه ورغله اوبايسکلونو ته يې دځغاستې دسيالۍ بلنه ورکړه. هغوئ هم سيالۍ ته تيار شول. د موټرو اوبايسکلونوترمنځ دځغاستې لوبه پيل شوه او هريوه دتيزتګ هڅه کوله. په لومړي سرکې موټرې له بايسکلونوڅخه مخکې شوې.  | | | په موټروباندې به د تېلو، پنچرۍ او ټيرونوته د هوا ورکولوله امله ټوله ورځ تېره شوه. |
له څو شېبو ځغاستې وروسته د ډيډيډتيل خلاص اوټي ټيټ هم ټايرپنچر کړ اودواړه په نيمه لاره کې په ټپه ودرېدل. جرنګ جرنګ او ترنګ ترنګ، چې سيالۍ ته يې پوره تياري نېولې وه، لوبه وګټله خو ډيډيډ او ټي ټيټ دتيارۍ دنه درلودلو له امله سيالي وبايلله. |