په يوه کلي کې درې خورلڼې، شفيقه، شازيه او ملالۍ،اوسېدلې. يوه ورځ شازيې او ملا لۍ لوبې کولې چې شفيقې خپل کلالي لوښي راوړل. دملالۍ هغه لوښي ډېرخوښ شول اوارمان يې وکړ چې کاشکې هغې هم داشان لوښي درلودلای اوپه ډېرخپګان دکورپه لورروانه شوه. دلارې په اوږدوکې ناڅاپه يوه جادويي کلالي لوښي پرې غږ وکړ ،دمنتر په ويلويې ديوې کوټې ور پرانيست او ملالۍ وردننه شوه. ملالۍ په کوټه کې دراز رازکلالي لوښوپه لېدلوډېره خوښه شوه. جادويي لوښي ورته وويل چې داشان لوښي له ځانګړې خټې نه جوړيږي. وروسته يې په بټۍ کې پخوي اوبيا يې رنګوي. ملالۍ په خوښۍ پرېکړه وکړه چې داشان لوښي ځانته جوړ کړي. هغې له يوه کمرڅخه خاوره راوړه اودسيند په اوبو يې لمده کړه ، لوښي يې ترېنه جوړ او لمر ته تروچېدو وروسته يې رنګ کړل.  | | | ملالۍ په جادويي کوټه کې دراز رازکلالي لوښوپه لېدلوډېره خوښه شوه. |
پدې وخت کې شفيقه او شازيه هم راورسېدې او دهغې ددې کار په ليدلو يې حيرانتيا څرګنده کړه. ملالۍپه غرور دشفيقې دوی سره وعده وکړه چې بله ورځ به هغوی ته هم همدا شان ښکلي لوښي جوړ کړي. |