ايمل،د نورګل اکا زوی، يوډېرزړه سواندهلک و چې په يوه کلي کې يې ژوند کاوه. يوه ورځ يې پلار يوه ټوټه ډوډی د خوړلو لپاره ورکړه. ايمل دهيليو سره ډېره مينه درلوده، هغه ډوډۍ واخيسته اودکور ترمخ وياله کې يې يوې هيلۍ ته واچوله. هيلۍ، چې ډېره وږې وه، ايمل يې ډېر مهربان هلک وباله. ايمل دهيلۍ خبروکولوته حيران شو. هيلۍ ورته وويل چې هغه خبرې کوونکې هيلۍ ده او خپله يوه دانه هګۍ يې ايمل ته دساتلو لپاره ورکړه. په دې وخت کې عبدالله، دايمل انډيوال، راغی اوله هغه څخه يې هګۍ وغوښته چې ځانته يې پخه کړي خو ايمل هغه دهيلۍ امانت وګڼله. عبدالله غوښتل چې هګۍ په زورله ايمل څخه واخلي ،ايمل ترې په شا ولاړ چې ناڅاپه په وياله کې ولويد. عبدالله پرې ملنډې ووهلې او ولاړ.  | | | ايمل خپله ډوډۍ ونه خوړه، هغې په وياله کې هيليو ته واچوله. |
ايمل، پداسې حال کې،چې لوند شوى هم و، په سړه هواکې دهيلۍ په تمه ناست و چې امانت يې پرې وسپاري. هوا مخ په تياره کېدو شوه چې پدې مهال هيلۍ ستړې ستومانه راورسېده او ايمل يې په هماغه سړه هواکې دويالې ترڅنګ ناست وليد. ايمل هګۍ بېرته هيلۍ ته وسپارله. هيلۍ دايمل په امانتدارۍ شاباسى ووايه او هغه ته يې دهمېشني برياليتوب غوښتنه وکړه. |