ملالۍ يوه مهربانه نجلۍ وه چې له ګلانو سره يې ډيره مينه درلوده. يوه ورځ هغې ګلا نو ته اوبه وړلې چې په لاره کې له يوه بوډاسره مخ شوه بوډا ترې دهغې د ارمان په اړه وپوښتل، هغې دزياتوګلانودرلودل يادکړل.بوډا دهغې د بل ښه ارمان وپوښتل خو ملالۍ وويل چې بل ارمان نلري. پدې وخت کې ملالۍ له تندې نه دزرغون ګلاب ځګيروي واورېدل اوهغه ته يې اوبه ورکړې. بوډا ورته وويل چې دې ګل ته دې پنځه ځلې اوبه ورکړي. داګل په هرځل اوبوورکولو يوه ژېړه پاڼه غورځوي اوملالۍ دې هغه پنځه پاڼې له ځان سره وساتي چې دهرې پاڼې په پو کولو سره دهغې يو ارمان پوره کيږي. ملالۍ هماغه شان وکړل اويوه پاڼه يې دګلانودزياتېدوپه هيله پو کړه چې دښته له ګلانو ډکه شوه،خو ملالۍ ډېره ژر له ډېروګلانو په تنګ شوه. په دريو نورو پاڼويې ځان ته جامې اود لوبوسامانونه وغوښتل.ملالۍ بيا هم خوښه نه وه او حيرانه وه چې په وروستۍ پاڼه څه وغواړي.  | | | ملالۍ دزرغون ګلاب پنځه وچې پاڼې له ځان سره وساتلې چې هرې پاڼې دهغې يوه هيله پوره کوله. |
پدې مهال يې يوهلک دژړا په حال کې وليدچې دپښې دژوبلېدا له امله يې له خپلو ملګروسره يې لوبې نشوای کولای. ملالۍډېره خواشينې شوه او دوروستۍ پاڼې په پو کولوسره دهلک پښه روغه اوملالۍ ډېره خوښه شوه او پدې پوهه شوه دانسان اصلي خوښي دنوروسره په مرسته کې نغښتې ده. |