 | | | حکيم دسليمې دغږ دناروغۍ لپاره دسل ډوله ګلانو شيره ورکړه. |
و نه و پخوا زمانو کې په يوه کلي کې د سارا په نوم يوه نجلۍ اوسېده چې دسليمې په نامه يوه خوږ غږې خورلڼه يې هم درلودله. د سارا هم د سليمې له غږ سره ډېره مينه وه. يوه ورځ سارا خبره شوه چې سليمه هيڅ خبرې نه شي کولی او درمل هم پرې تاثير نه کوي. سارا ددې خبرې په اورېدوډېره خپه او له کوره ووتله چې له يوه ځنګل څخه يې دبازديوه بچي غږ واورېد چې دموردناروغۍ له امله يې ژړل. دبازبچي سارا ته وويل چې دمور علاج يې دپتنګانو حکيم کولاى شي، چې دپتنګانوپه ښارکې اوسي او يوازې دانسانانوپه خبرو پوهيږي. سارا او د باز بچی دواړه په ځنګله کې د پتنګانودښارپه لټه روان شول چې په لاره کې يې يو جل وهلی پتنګ وليد. سارا پتنګ ته اوبه ورکړې اوهغه هم ورته دحکيم نښه ورکړه اودبازدبچي په مرسته يې ځان حکيم ته ور ورساوه.  |  سارا اود باز بچي په لاره کې له يو ه جل وهلی پتنګ سره هم مرسته وکړه.  |
حکيم دسليمې دغږ دناروغۍ لپاره دسل ډوله ګلانو شيره ورکړه اودبازدبچي دمورلپاره يې د يوډول تورګل ورته وويل چې هغه دې ميده او شيره دې يې دباز مور ته ورکړي . سارا دوی دتودو اوبودچينې ترغاړې تورګل پيدا او په خوښۍ بېرته دځنګله په لور والوتل. |