 | | | دوخت په تېرېدودې معتادوهلکانودشاکرسره دوستي پيل اوهغه يې هم په نشه اخته کړ. |
و نه و د شاکر په نوم يو هلک و چې په کډوالۍ کې يې دکلالي لوښودجوړولو په يوه کارګاه کې کارکاوه چې پدې کارګاه کې ځينې هلکان په نشه روږدي وو. د وخت په تېرېدودې هلکانودشاکرسره دوستي پيل اوهغه يې هم په نشه اخته کړ او وروسته له هغې به په کوڅوکې سرګردان ګرځېده. هغه يوه ورځ دخپلو پخوانيو ملګرودلېدوپه هيله کلي ته ولاړ خو نشې يې څېره دومره بدله کړې وه، چې هيچا ونه پېژاند اوپه هغه يې په کلي کې نه پرېښود. شاکر ډېرخواشينی اوپه يوه ګوټ کې کېناست اوتېروختونه ورپه زوه شول چې انډيوالانوبه يې ډېر درناوی کاوه،ځکه چې ترهغوی مشرو. هغه په همدې سوچونوکې ډوب و چې صديق، دشاکريوبل انډيوال، راغی اودهغه دبدحالت په ليدو ډېر خپه شو او له شاکر نه يې هيله وکړه چې نشه پرېږدي. شاکردنشې په عمل باندې ډېرپښېمانه و او له صديق سره ژمنه وکړه چې که چېرې نشه پرېښودلای شي، بيا به هيڅکله نشه ونکړي.  | | | شاکر په کډوالۍ کې دکلالۍ لوښو دجوړلوپه يوه کارګاه کې کار کاوه. |
صديق دخپلو دوستانوپه مرسته شاکر دروږدوکسانوپه روغتون کې بستر او دروغتيا دترلاسه کولو وروسته يې بېرته کلالي پيل کړه. وروسته له څه مودې شاکر دپخپل لاس جوړو شويو کلالي لوښو سره کلي ته راغی اوخپلو پخوانيو انډيوالانوته يې دده سره دصديق دمرستې وويل. انډيوالانويې دشاکرسره دناوړه چلندله امله بښنه وغوښته اوشاکرله هغوی سره ژمنه وکړه چې دکلالي لوښو زده کول به ور وښيي. |