 | | | ماشومانو بياموندله چې د هرشي د رنګ اخيستلو اصلي سرچينه لمر دی. |
و نه و په يوه کلي کې د فيصل او جمال په نوم دوه ملګري اوسېدل چې يوه ورځ دواړه يوې ليرې پرتې سيمې ته دلوبولپاره ولاړل او لاره ترې ورکه شوه. په هغوئ په دښته کې شپه اوپه يوه ليرې ځاى کې يې رڼايي ترسترګو شوه. په بيړه هلته ولاړل او په يوه کنده کې يې څوکسان داور ترشاوخوا راټول شوي وليدل. د کندې خلکو يوه هم خبرې نه کولې، پدې وخت کې يو يږ راغى اوويل يې چې دتور ديو په ځوى جادو شوى اوتورديوپدې خلکوطلسم کړی دی. يږوويل هر چا چې درنګونودنياګۍ وموندله، دتورديوځوى اونور اسيران ټول له طلسم نه خلاصيږي. فيصل اوجمال هوډ وکړ چې درنګودنياګۍ به پيدا کوي. هغوئ ديوه کتاب يوه پاڼه وموندله. په پاڼه کې ليکل شوي وو چې د رنګونو دنياګۍ د رنګونو هغه لويه سرچينه ده چې په طبعيت کې هر شی له هغه نه رنګ اخلي. هغوئ مېوې، رنګارنګ ترکاري ،بوټي او ګلان وليدل او يوه بڼوال هم دهغوئ دپوښتنې په ځواب کې دهرشي درنګ اخيستلو سرچينه لمروښود.
 | | | تورديوپه خلکوطلسم کړی و او هيچا د حرکت اوخبروکولو توان نه درلود. |
وروسته باران واورېد اوهغوئ په اسمان کې دبوډۍ ټال وليدچې څورنګه يې درلودل او يوه بوډا ورته وويل چې داهرڅه له لمرنه رنګ اخلي. ماشومانو بياموندله چې درنګونو دنياګۍ همدا لمر دى او پدې توګه يې دديو ځوئ اونور اسيران دديوله جادو نه وژغورل. |