و نه و په پخوا وختونو کې د شاتو يوه مچۍ داغزي لرونکي ګل سره ملګرې شوې وه چې له هغه نه يې دشاتوکندو ته شېره او موم راوړل. يوه ورځ مچۍ د اغزي لرونکي ګل ترڅنګ له يوه پتنګ سره هم آشناشوه او پتنګ هغه دښکلورنګارنګ بې اغزو ګلانو ليدلو ته بوتلله. کله چې دشاتومچۍ دبې اغزو ګلانو شېره وڅښله، سر پرې وڅرخېد،ځکه هغه دکوکناروګلان وو. مچۍ په ډېرې بېحالۍ ځان کندو ته ورساوه. د کندو څوکيدارانو چې مچۍ دنشې په حالت کې وليده، هغه يې کندوته له ننوتلو منع کړه اوديوه بوټې لاندې پرېوتله. اغزي لرونکى ګل ډېر خواشينى و چې مچۍ ولې دهغه لېدوته نه ورتلله خو دسبا باد ورته دمچۍد بېحالۍ وويل.  | | | کله چې دشاتومچۍ دبې اغزو ګلانو (کوکنارو) شېره وڅښله، سر پرې وڅرخېد |
ګل ترې وغوښتل چې مچۍ ورته راورسوي. دسباباد هم هماغه شان وکړل. اغزي لرونکي ګل مچۍ ته دګلانو شيره ورکړه او هغه جوړه شوه. دسباباد داغزي لرونکي ګل نه هيله وکړه چې پتنګ هم وژغوري . اغزي لرونکي ګل پتنګ ته هم دبېلابېلوګلانو شيرې ورکړه او هغه هم جوړشو. مچۍ اوپتنګ دواړه په خپلو کړو ډېرې پښېمانه وښودله او وعده يې وکړه چې نور به هيڅکله دکوکنارودګل څنګ ته نه ورځي. |