 | | | راضيې په مدينې دخپلې نانځکې دماتولو تور ولګاوه. |
صادقه ، مدينه او راضيه درې خورلڼې وې چې هروخت به يې يو ځای لوبې کولې. يوه ورځ دسخت باران له امله راضيې خپلې نانځکې مدينې ته وسپارلې اوخپله کورته ولاړه. بله ورځ مدينې او صادقې لوبې کولې چې راضيه په غوسه راغله اوپه مدينې يې دخپلې نانځکې دماتولو تور ولګاوه. مدينې دنانځکې له ماتولو انکار وکړ او دواړه خورلڼې زړه بدې شوې. ټولولوبو پرېښودلې اودخپلو کورونو ته ولاړې. وروسته صادقې ته وريادشول چې دراضيې نانځکه په غلطۍ کې له دې څخه ماته شوې وه. هغه په بېړه دمدينې دوی کره ولاړه او له رازنه يې خبره کړه.  | | | دراضيې نانځکه په ناپامۍ کې له صادقې ماته شوې وه. |
مدينې ددې خبروپه اورېدوپه صادقې دخپلې ورکې نانځکې دغلاتورهم ولګاوه.چې په دې مهال راضيه راغله اودحقيقت په اورېدوډېره خوښه شوه. راضيې وويل چې صادقې کولای شول خبره پټه وساتي خوداکار يې ونکړ. راضيې او مدينې صادقه وبښله اوبېرته درېواړه خورلڼې پخلا اولوبې يې پيل کړې. |