 | | | مرغلرې د غاړکۍ په مرسته ژېرکب دښکاريانوله منګولو وژغوره اوبېرته يې اوبو ته ورساوه. |
مرغلره ديوه زوړبېړۍ چلوونکې لوروه چې هره ورځ به يې خپل پلاراو دهغه دوستانوته ډوډۍ رسوله. دوخت په تېرېدودمرغلرې له يوه ژېړ کب سره دوستي شوه او دهغه سره به يې کيسې کولې اوکله به چې مرغلرې سندرې ويلې هغه به له اوبورابهرشو. يوه ورځ هغې ډېرې سندرې وويلې خود ژېړ کب پته ونه ولګېده .مرغلره ډېره خواشينې شوه خو يوې هيلۍ ورته دکب نيوونکولخوادژېړدنيولووويل. مرغلره د هېلۍ په مرسته ديوې زړې جادوګرې کورته و لاړه چې دکب په راپرېښودلوکې ورسره مرسته وکړي خوجادوګرې مرغلره هم زنداني کړه. جادوګرې دسپين ستوري يوه غاړکۍ هم درلوده چې دشيشۍ، (دجادوګرې لور)، هغه غاړکۍ ډېره خوښېده. څه موده وروسته جادوګره ناروغه شوه. شيشۍ ددې لپاره چې غاړکۍ ترلاسه کړي ، نوکرانوته امر وکړچې مورته يې ډوډۍ ورنکړي څو ژر مړه او دسپين ستوري غاړکۍ ترلاسه کړي.  | | | مرغلرې ددسپين ستوري غاړکۍ په مرسته ژېرکب دښکاريانوله منګولو وژغوره . |
مرغلرې مشرانوته ددرناوي په دودپه پټه جادوګرې ته ډوډۍ ورکوله. يوه ورځ شيشۍ پدې هيله چې موربه يې مړه شوې وي،دهغې دخونې ورپرانيست. دورپه پرانيستلوشيشۍ دمورپه ژوندي ليدو حيرانه شوه اوجادوګرې له خپل صندق څخه دسپين ستوري غاړکۍ مرغلرې ته ورکړه. هغې وويل داکاريې ځکه وکړ چې مرغلره دمشرانو خدمت کوي که څه هم هغه يې دښمن وي. مرغلرې د غاړکۍ په مرسته ژېرکب دښکاريانوله منګولو وژغوره اوبېرته يې اوبو ته ورساوه. |