BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:01 گرينويچ 2010 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: بې ځايه ټوکې

بې ځايه ټوکې
زرمينې وعده وکړه چې نوربه دبې ځايه نوم اېښودلودټوکوپرځای سمې ټوکې کوي.
په يوه کلي کې دزرمينې، ليلا او نصيرپه نوم درې خواږه دوستان اوسېدل چې زرمينې به په هرچا يونوم اېښود اونور به يې خندول.

يوه ورځ ليلا او نصير په لوبوبوخت وو چې زرمينه هم راغله اوليلاته يې دموږکې خطاب وکړ. نصيراوزرمينې پرې وخندل خوليلاډېره خواشينې شوه.

نصير د زرمينې له نوم اېښودلوخوند اخيست او ويل به يې چې پرته له زرمينې لوبې خوند نه ورکوي.

بله ورځ دنصيرسره شريف ،دهغه دمامازوي، هم لوبوته راغی. پدې مهال ليلاهم راورسېده او ويې ويل چې موږکان دې ستړي مه شي!

ليلا داځل ډېره خپه اوويې ويل چې نوربه ورسره لوبې ونکړي.. پدې وخت کې دزرمينې شريف ته پام شواو ويې پوښتل چې داسور ميږی څوک دی؟

پدې خبره نصير هم خپه او دليلا سره له لوبوکولويې لاس واخيست . ليلايوازې پاتې اوپه خپل بد عادت پښېمانه وه.

بې ځايه ټوکې
ليلا،نصيراوشريف هم له زرمينې خواشينې اوله هغې سره يې له لوبوکولو لاس واخيست.

بله ورځ ليلابياهم لوبوته راغله اوله نورويې وپوښتل چې هغه داوږدې لکۍ لرونکی کوم دی چې په ديوالونوګرځي او ميو ميو هم کوي؟

زرمينې ددې لپاره چې سم ځواب يې نه وي ورکړی، ويې چې اوښ دی. پدې خبره ټولووخندل. ليلا وويل چې نوربه دنوم اېښودلوپه ځای همداشان ټوکي کوي څو خپل دوستان خوښ وساتي.

سپين ستورید ژوند کيسې
سپين ستوری
د الوتونکو نړۍد ژوند کيسې
د الوتونکو نړۍ
 له نشې نه تر کاره د ژوند کيسې
له نشې نه تر کاره
 ورک ساعتد ژوند کيسې
ورک ساعت
د رنګونو دنياګۍد ژوند کيسې
د رنګونو دنياګۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>