 | | | محمود ساتونکوته دپالکوکرل ورزده او پاچا محمود اودهغه خوربېرته آزاد کړل. . |
محمود يو يتيم خو زيارکښ هلک و چې ديوه ځمکه وال سره يې دکار ترڅنګ له بزګرانو هر رازکارونه هم زده کول. هغه يوه کوچنۍ خور هم درلودله چې دده سره په يوه کلي کې اوسېدله. پدې کلي کې دمڼې يوه دومره غټه ونه وه چې دکلي خلکوبه يې هم مڼې خوړلې اوهم به يې ترې خرڅولې خويو وخت دا ونه په وچېدوشوه. کليوالوډېره خواري وکړه خو دهغې دوچېدوچاره يې ونشوه کړای . محمود خبراوهوډيې وکړ چې د مڼې دونې دوچېدو لامل به پيدا کوي. هغه په بېل دونې بېخ وکينده چې پدې وخت کې يې خور هم راغله چې ناڅاپه دواړه په همدې کنده کې وغورځېدل. هغوی هلته په حيرانتيا دټيټوونودرلودونکي موجودات وليدل چې دمڼې دونې رېښې يې خوړلې. کله چې دکندې اوسېدونکو هغوی وليدل دغلوګمان يې پرې وکړاو لاس تړلي يې خپل پاچاته بوتلل چې جزا ورته وټاکي. کله چې محمودله هغوی د مڼې دونې درېښو دخوړلولامل وپوښت، هغوی پالک خپل خوراک وباله، داچې کرلی يې نشي،دونورېښې خوري.
 | | | په يوه کلي کې دمڼې دومره غټه ونه وه چې خلکوبه يې هم مڼې خوړ لې اوهم به يې خرڅولې |
محمود ساتونکوته دپالکوکرل ورزده او پاچا امر وکړ چې نوردې دونې رېښې نه خوري. هغه محمود اودهغه خوربېرته آزاد کړل. محمود دوی چې کله د ځمکې سر ته راووتل دمڼې ونه بېرته مخ په شنه کيدو شوه . دکلي مشرمحمودته دهغه ددې خدمت په بدل کې خپله يوه ټوټه ځمکه ډالۍ کړه . |