 | | | زونزنک هوډ وکړچې نوربه هيڅکله ليرې سفرته زړه نه ښه کوي اوددښمن په خبروبه نه دوکه کيږي. |
په پخوا زمانو کې د زونزونک په نامه يوميږی اوسېده چې ليرې ځايونوته خوړوپسې له تګ نه يې خونداخيست. يوه ورځ د خوړو په نيت ووت چې په يوه کور کې يې دشاتوله مرتبان نه دتوی شويوشاتوپه ليدو مرتبان ته دپورته کېدو هڅه وکړه. پدې مهال يو وزرلرونکی ميږی راغی او هغه يې دخطرله امله مرتبان ته له پورته کېدومنع کړ خو هغه يې خبره بابېزه وګڼله. زونزونک د شاتو مرتبان ته دپورته کېدوډېره هڅه کوله خوبېرته راغورځيده چې پدې وخت کې يې له يوه مچ نه دمرستې غوښتنه وکړه. مچ دخپل ژمني خوراک داخيستوپه بدل کې هغه دشاتومرتبان ته ورپورته کړ خو د زونزونک پښه په مرتبان کې ونښته.  | | | رونزنک به تل په خوړوپسې له خپل کورنه ليرې ځايونوته تللو. |
له مچ نه يې ډېره دمرستې غوښتنه وکړه خوهغه يې مرستې ته حاضرنه شو. پدې وخت کې وزرلرونکي ميږي يې غږ واورېداوهغه يې وژغوره. زونزونک ترې ډېره خوښي څرګنده او ويې ويل چې قربان له خپله ياره او قربان له خپل دياره او هوډ يې وکړ چې نور به ليرې نه ځي او ددښمن په خبروبه نه دوکه کيږي. |