 | | | ليوه په ډېره منډه دچاغکي په کوربريد وکړخو سر يې له ډبرې سره په لګيدومات شو. |
يو وخت په يوه ځنګله کې دسوی درې بچي: سپينکی، چاغکی او اوږدغوږی، له خپلې مور سره يو ځای اوسېدل. يوه ورځ يې مور ورته وويل چې نورلويان شوي، بايدځانونوته بېل کورنونه جوړ او جلا ژوند غوره کړي. سپينکی چې له ټولو مشر خو ډېر لټ و ، ځانته يې له له وچو څانګو او وښونه يو ساده کور اوچاغکي له لرګيونه ځانته کوټه جوړه کړه. اوږد غوږي، چې له ټولو کوچنی خو هوښيار و ، له ډبرويې ځانته کورجوړ اوهريوخپل جلاژوندپيل کړ. يوه ورځ سپينکی د خپل کور مخې ته ولاړ و چې ناڅاپه لېوه راغی. سپينکی د ليوه له وېرې خپل کورته ننوت او دروازه يې ځان پسې وتړله. ليوه ورته وويل چې دوښوکوربه يې دسترګوپه رپ کې ړنګ کړي. سپينکی له وېرې وتښتېداودچاغکي کره ولاړ. ليوه هلته هم ځان ور ورساوه اوپه خوښۍ يې ورته وويل چې اوس به ديوه سوی په ځای دوه سويان وخوري. ليوه دچاغکي دلرګو خونې ته اور واچاوه . دزيات لوګي له امله دسويانوساه بنده اوله کورنه دتېښتې په لټه کې شول.  | | | چاغکي،سپينکي او اوږدغوږي ته يې موردنده وسپارله چې ځانونوته کورونه ودان کړي. |
د چاغکي کور دشا له خوا يو سوری درلود چې له هغې لارې يې ځانونه د داوږدغوږي کره ورسول. اوږد غوږي ډاډ ورکړ چې دهغه دډبروکور ليوه نشي ورانولی. ليوه په ډېره منډه دچاغکي په کوربريد وکړخو سر يې له ډبرې سره په لګيدومات اوپه چيغوچيغودغره په لور روان شو. سپينکي اوچاغکي هم پرېکړه وکړه چې د اوږد غوږي په څېر ځانونوته له ډبروکورونه جوړ کړي. اوږدغوږي هم پدې کار کې له هغوی سره دمرستې ژمنه وکړه. |