 | | | دمڼې ونې دسوی بچي ته څودانې مڼې ورکړې چې موريې دهغې مڼوترخوړلو وروسته روغه شوه. |
و نه و په يوه ځنګله د سوی بچي له خپلې مور سره ژوندکاوه چې يو وخت يې مورسخته ناروغه شوه اوورځ په ورځ يې کمزورې کېدله.دسوی بچی دمورلپاره ددارودپيداکولوپه موخه له کورنه ووت. هرڅه هاخوا دېخوا وګرځېدڅه په لاس ورنه غلل چې پدې وخت کې زرک په مخه ورغی او دخپلې مور دناروغۍ کيسه يې هغه ته وکړه. زرک هغه دخپلې مورڅنګ ته بوتللو چې دهر راز ناروغيو دارو ورسره وو خو دزرک مور هغه ته دارو ورنه کړل ځکه چې هغه دالوتونکولپاره وو. سوی ډېر خواشينی روان وچې پدې وخت کې دمڼې ونې ترې وغوښتل چې څودانې مڼې وشلوي اوخپلې ته دې يې دخوړولپاره ورکړي. دسوی بچی زړه نا زړه مڼي وشلولې اوخپلې مورته يې ورکړې چې په څو ورځوکې ورسره روغه شوه. دسوی بچي پخپل انګړ کې دمڼې ونې کېنولې.  | | | د سوی بچی دځنګله له ټولوځنارونه د خپلې مور لپاره دارو وغوښتل خوچا ورنکړل. |
کله چې نيالګيومڼې ونيولې،نوروحيواناتوهم له سوی څخه مڼې وغوښتلې. سوی مڼې ورکړې خوترې ويې غوښتل هغوی هم مڼې کېنوي.. دځنګله ټولو حيواناتو دهغه خبره ومنله اودمڼې ونې يې کېنولې چې دثمرته تر رسېدلو وروسته يې دهر راز ناروغيودمخنيوي لپاره مڼې خوړلې. |