 | | | ټولوماشومانو په مخونوصابون وواهه چې د خوشبويۍ له امله يې د جادوګرې طلسم مات شو. |
يو وخت په يوه کلي کې د زبيدې په نوم يوه نجلۍ اوسېدله چې له نظافت سره يې مينه نه درلودله. يوه ورځ يې غوښتل چې له خپلوخورلڼو،ښاپېرۍ او زرغونې سره لوبې وکړي خوهغوی دهغې دخيرنوالي له امله ورسره لوبې ونکړې. زرغونې له خپل کورنه زبېدې ته يوه کلچه صابون راوړ او دهغې په جېب کې يې واچاوه.زبېدې غوښتل صابون ليرې وغورځوي. پدې وخت کې يوه سپين سوی دهغې پاملرنه ځانته ورواړوله اوزبېده يې دنيولوپه نيت ورپسې يوه غارته ننوتله چې دغارخوله هم وتړل شوه. زبېدې هرلورې ته منډې وهلې چې دوتلولار ومومي چې پدې وخت کې يې سترګې په يو شمېرخيرنوماشومانو ولګېدې چې جواريې ميچنول. يوه بوډۍ راغله او زبېدې ته يې وويل چې له نوروماشومانو سره کار وکړي. زبېده، چې وېرېدلې وه، له يوه ماشوم نه يې دبوډۍ په اړه وپوښتل. هغه بوډۍ جادوګره وګڼله چې خيرن ماشومان يې خوښېدل او ځان يې دسوی په څېره کې ماشومانوته ښوده اوهغوی غارته راوستل. زبيدې دجادوګرې د طلسم د ماتيدو وپوښتل. يوه ماشوم دجادوګرې پوزې ته دخوشبيۍ نېږدې کول د هغې دطلسم دماتېدولامل وباله.  | | | زبيدې په سوی پسې ځغاستل چې دجادوګرې منګولوته ورغلله. |
زبيدې له جيب څخه صابون راوويست اوټولو ماشومانوپخپلومخونو اولاسونو وواهه چې په دې کارسره جادوګره له منځه ولاړه. زبېده هم خپل ځان کورته رسوي اوهوډ کوي چې نوربه خپل ځان پاک ساتي. دهغې خورلڼې دزبېدې پاکۍ ته حيرانتيا څرګندوي اوټولې په ګډه لوبې پيل کوي. |