و نه و ديوه کلي ماشومانو د يوې غونډۍ په لمن کې دروانواوبوترڅنګ دلوبولپاره ي بڼ جوړکړی وچې دبادهم خوښېده اوهروخت به راتللو. صابر او ليلابه تل ددې بڼ پالنه کوله . يوه ورځ چې دوی دواړه په باغچه کې په کاربوخت وو ، چې بړبوکۍ دليلاټيکری اودصابر خولۍ يوړله. صابر اوليلا هم دخپلې خولۍ اوټيکري دترلاسه کولولپاره په بړبوکۍپسې ولاړل . بڼ په وچېدو شو خو دصابر اوليلا هيڅ درک نه و. پدې وخت کې باد راغی او دديوسره يې دصابراوليلا دبندي کېدو وويل. باد وويل چې ديو له هغوی غوښتي چې دهغه په کلاکې هم يو ښکلی بڼ جوړ کړي. صابراوليلادديوسره ډېرپه تنګ شوي وو او دتېښې دلارې دموندلو په هڅه کې يې يوه دروازه وموندله چې ترمخ يې يوغټ تور يږ پروت و.  | | | ديوصابراوليلابنديان کړي وو اوترې غوښتل يې چې يوه ښکلې باغچه ورته جوړه کړي. |
ماشومان ووېرېدل خويږ خپل ځان انسان وپېژاند چې ديوپه يږبدل کړی و او ويې ويل چې که چېرې څوک دديو کارترسره نکړي په ځناور يې بدلوي. يږماشومانوته وويل چې که چېرې خپل مخونه په هغو دستمالونو پټ کړي، چې په المارۍ کې دي، ديو يې نشي ليدلی اوکولای شي وتښتي. ماشومان په دستمال دسترګودتړلوپه حال کې وو چې ديوراورسېد او غوښتل يې هغوی په ځناوروبدل کړي. باد راغی او دديوسترګوته يې خاورې وشيندلې اوماشومان دديوله منګولوپه تېښته بريالي شول. |