 | | | ناصراوصديقه خوښ وو چې دمورناروغي يې په شنه کرونده کې په ګرځېداسره جوړيږي. |
ناصر او صديقې په يوې بې وزلې کورنۍ کې له خپلې مورسره ژوندکاوه. يو وخت يې مور سخته ناروغه شوه خو دوی يې ددرملنې لپاره پيسې نه درلودلې. هغوی له ډېروکليوالوپه پورپيسې وغوښتې، خو چا ورسره مرسته ونکړه. په پای کې دکبيراکاپه نوم دکلي يوشتمن سړي ته ورغلل. هغه ورته وويل چې پيسې به په دې شرط ورکړي چې خپله ځمکه پرې وپلوري. ماشومانو پرته له دې چې دکبيراکا مشوره ومني، بله چاره نه درلودله. ناصراوصديقې په خوښۍ په مور زيری وکړ چې له کبيراکابه دځمکې دپلورلوپه بدل کې ډېرژر پيسې تر لاسه او دمور درملنه به وکړي. دناصر مور ماشومان دځمکې له پلورلو څخه منع او دې ته يې اړاېستل چې له کبير اکاسره دځمکې معامله فسخ کړي.  | | | کبير اکا ناصرته وويل چې دپيسوپه بدل کې دې هغوی خپله ځمکه پرې وپلوري. |
بله ورځ ناصر دخپلې مورمعاينات ډاکتر ته يوړل چې ډاکتر دمعايناتوترکتنې وروسته د هغې ناروغي رواني وګڼله. ناصردډاکتر له خولې مورته وويل چې ناروغي يې په شنوپټيوکې دګرځېدا او ځان خوښ ساتلو په پايله کې ښه اوهيڅ راز دارو ته اړتيا نه لري. |