يو وخت په يوه کلي کې دزمري او نذير په نومونو دوه انډيوالان اوسېدل. دوی يوه په لوبو بوخت وو چې يو پردی سړی يې څنګ ته ورغی. پردی سړی نوی له بهرملکونو نه راغلی و، ځان يې دګاونډيانو خپلوان وپېژاند. هغه زمری او نذير له وطن څخه سفرکولوته وهڅول. دزمري په سرکې هم دبهر تګ هوا وګرځېده او خپل پلار يې وهڅاوه چې له بهرنه راغلي سړي سره پدې برخه کې خبرې وکړي. له بهرنه راغلي سړي د زمري پلار ته هم د بهر ملکونو ډېره ستاينه وکړه اودزمري له پلارنه يې دزمري داستولولپاره دپيسوغوښتنه وکړه. د زمري پلار خپله ځمکه خرڅه اوزمری يې پردي سړي ته په لاس ورکړ چې دلارې په اوږدوکې دمحبوب په نامه يوبل هم له دوی سره ملګری شو. له بهرنه راغلي هغوی دواړه تريوغره پورې ورسول او ورته يې وويل چې له غره نه هاخوا بل ملک دی اوخپل ترې بېرته راستون شو.  | | | د زمري پلار خپله ځمکه خرڅه اوزمری يې پردي سړي ته په لاس ورکړ چې بهر يې واستوي. |
دلارې په اوږدوکې دمحبوب پښه وښوېده اولاندې وغورځېد.زمري يواځې خپل سفر ته دوام ورکړ چې دبل ملک پوليسوته په لاس ورغی. پوليسو هغه دسفر داسنادو دنه درلودلوله امله بندي اوډېريې وځوراوه او ديوې زياتې مودې تر تېرولو وروسته يې بېرته خپل وطن ته واستاوه. زمری چې کله کلي ته راورسېد، هوډ يې وکړ چې بيابه دنوروملکونو هوا په سر کې نه ګرځوي. |