BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:53 گرينويچ 2010 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: مغرور چرګ

مغرور چرګ

شينکی هغه چرګ و چې په يوه کلي کې يې له نورو چرګانو سره يو ځای ژوند کاوه او تل به خوشاله سره ګرځېدل.

يوه ورځ هغه داوبوڅښلو پرمهال خپل ځان د ويالې په اوبو کې وليد، ډېرښکلی ورته ښکاره شو اوله زياتې خوښۍ يې سندرې پيل کړې.

پدې مهال دهغه پخوانې انډيوال، خړکی چرګ راغی اوله شينکي سره يې په خبرو پيل وکړ. شينکی چې پخپل ښايست ډېر مغرور و، دهغه ځواب ورنکړ.

خړکی ډېر خواشينی او دخپل کور لار يې خپله کړه. په بله ورځ شينکي له خړکي سره جګړه پيل کړه خو خړکي دتېښتې لار غوره وګڼله.

شينکي ګمان وکړ چې پر ټولو چرګانو زورور او برلاسی دی. هغه پرېکړه وکړه چې وروسته تردې به له نورو چرګانوليرې په بام ويده کيږي.

مغرور چرګ
شينکی، چې دشپې لخوا له نورو چرګانوليرې ويده شو، ګيدړې پرې بريد وکړ.

خړکي دبام پر سردګېدړې د راتللو ورته وويل خو شينکي دهغه خبروته ارزښت ورنکړ او يوازې دبام پر سر ويده شو.

نيمه شپه ګيدړې په شينکي بريد وکړ خو دشينکي دغالمغال په پايله کې خړکي اونورو چرګانوسپی راويښ اوهغه يې وژغوره.

ګيدړې شينکی ډېر ژوبل کړی او دهغه ښکلې بڼکې يې هم تويې کړې وې. شينکی پخپلو کړو ډېرپښيمانه و او له خړکي نه يې بښنه وغوښته.

 مڼهد ژوند کيسې
مڼه
20100624105655aep-sl-wk26-203.jpgد ژوند کيسې
بړبوکۍ
دژوند کيسېد ژوند کيسې
راز
پردید ژوند کيسې
پردی
کروندهد ژوند کيسې
کرونده
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>