 | | | زهرا اجمل، دلرګبه لور او زوی دلارې دورکولو له امله دديو منګولوته پرېوتل. |
په پخوا زمانو کې يو لرګبه(لرګي ماتوونکی) له خپلې کورنۍ سره ځنګله ته نېږدې ژوند کاوه ، چې د زهرا او اجمل په نومونو دوه ماشومان يې هم درلودل . لرګبه به چې کله ځنګله ته په لرګيوپسې ولاړ، ماشومانوبه يې هغه ته ډوډۍ وروړله. يوه ورځ هغوی ځنګله ته دتګ پرمهال لارغلطه کړه. دلارې په اوږدوکې يې يوه غټه ونه وليده اودهغې دښايست ستاينه يې وکړه. ماشومانو له ونې دهغه ځای وپوښتل. ونه دخپل ښايست دستاينې په اورېدوډېره خوښه اوماشومانوته يې وويل چې دا سيمه دديوپاچاهي اوله خطرونوډکه ده. وروسته ماشومان له يوه اېږ سره مخ شول اوهغه يې دمهربان اېږدنوم په اخيستلووستايه. اېږ له سيندنه پرته نورې ټولې لارې خطرناکې وبللې. ماشومانوځانونه سيندته ورسول اودهغه رڼې اوخوږې اوبه يې وستايلې. سيند ماشومانو ته لار ورکړه خوکله چې له اوبو ووتل، دديو منګلوته پرېوتل. ديوماشومان خپل کورته بوتلل ، سختې دندې يې ورته وسپارلې اوخپله ووت. ماشومان ډېرخواشني وو چې پدې مهال اېږ ديوته لرګي راوړل.  | | | سيندله ماشومانوخوښ اوهغوی ته يې لار ورکړه چې خپلوکورونوته ولاړ شي. |
اېږ ماشومانو ته د تېښتې لار وښوده. اېږ چې له پېښې خبرشو، اېږ،ونې او سيندته يې وويل چې ماشومان تېښتې ته پرې نږدي. ونې، سينداو اېږ ماشومان مهربانه او خوږ ژبي وبلل اوهغوی يې پرېښودل چې خپل کورته ځانونه ورسوي. |