 | | | کونګ جمال دوی ته وويل، چې ژر له ځنګل نه ولاړشي،ځکه چې د زمري د ښکار وخت و. |
جمال او بصير دوه انډيوالان وو، چې د جمال له کسب او کار سره مينه وه او د ښوونځي ترڅنګ به يې ترکاڼي هم زده کوله خودبصيرکسب اوکار نه خوښېده. جمال به هميشه بصيردکسب زده کولو ته هڅاوه خو هغه به پرې ملنډې وهلې.يوه ورځ هغوی په لوبو بوخت وو، چې ناڅاپه جميله، دبصيرکوچنۍ خور راغله. جميلې رمه دڅرلپاره بېوله، چې يوه مېږه يې ترې دځنګله په لور تللې وه. جمال اوبصيردمېږې په لټه پسې ځنګل ته ولاړل. هغوی هڅه وکړه خومېږه يې پيدا نه شوه کړای چې پدې وخت کې هواهم په تياره کېدوشوه. پدې وخت کې په ځنګل کې يوه کونګ سره مخ شول. جمال له کونګ نه د مېږې وپوښتل. کونګ ناخبري وښودله اوله هغوی يې وغوښتل چې له دې ځايه ولاړ شي، ځکه د زمري دښکار وخت و. هلکانودبېرته تګ تابيا نيوله چې پدې وخت کې دزمري منګولو ته ورپرېوتل او خپل کورته يې بوتلل او هلته يې خپله مېږه هم وليدله. زمري غوښتل چې هلکان وخوري خوجمال ترې وغوښتل چې يوه موقع ورکړي چې زمري ته ښکلې خونه جوړه کړي څوله لمر اوباران نه په امن کې وي.  | | | جمال دخپل کسب په برکت زمری په پنجره کې او خپلوځانونو ته يې دتېښتې لار پرانيستله. |
زمري ومنله او جمال په کم وخت کې له لرګي پنجره جوړه او له زمري يې وغوښتل چې يوځل خپلې خونې ته ننوځي چې برابره ده که نه. کله چې زمری پنجرې ته ننوت، جمال دپنجرې ور بند او دواړو دمېږې په ازادولوسره له هغه ځايه پښې سپکې کړې. بصيرچې دجمال دکسب پايله وليده، وعده يې وکړه چې وروسته تردې به هرومرو يو کسب زده کوي. |