 | | | ذکيه ورځ تربلې ډنګرېدله، تر دې چې حالت يې ډېرخراب اوپرځای پرېوتله. |
ونه و ترشنه آسمان لاندې په يوه کلي کې د ذکيې په نوم يوې نجلۍ د خپلې مور او کوچني ورور اسد سره ژوند کاوه ، چې اسدبه تل ذکيه رټله اولوبوته به يې نه پرېښودله. يوه ورځ ذکيې له خپلوخورلڼوسره لوبې کولې، چې اسد راغی او هغې ته يې وويل، چې نور له کورنه دباندې ونه وځې اولوبې هم ونکړي. ذکيه ورځ تربلې ډنګرېدله، تر دې چې حالت يې ډېرخراب اوپرځای پرېوتله. يوه ورځ شازيه، دذکيې داکا لور له خپل ورور سالم سره دذکيې دوی کره راغله. شازيه دذکيې د خراب حالت په لېدوډېره خواشينې شوه اوله هغې نه يې لامل وپوښت. ذکيې لا داسدنوم نه و اخيستی، چې په ژړاشوه. داسد مور شازيې ته وويل، چې اسدخپل ټول کارونه په ذکيې کوي اوتل ورته په غوسه کيږي اولوبو ته يې هم نه پرېږدي. سالم دخپل پلار له خولې وويل، چې که چېرې ماشوم لوبوته پرې نه ښودل شي اوتل ورټل شي، اروايي ناروغي ورته پيدا کيږي.  | | | که چېرې ماشوم لوبوته پرې نه ښودل شي اوتل ورټل شي، په اروايي ناروغۍ اخته کيږي. |
اسد ددې خبرې په اورېدو وارخطا شو،خو سالم ورته وويل، چې داسې ماشومان بايد تل خوشاله وساتل شي. اسد پرېکړه وکړه، چې نور به ذکيه نه ځوروي، له کوره يې پړې واخيست چې ذکيې ته په ونه کې ټال واچوي اوټول په ګډه لوبې وکړي. |