 | | | صالحه وپوهېده، چې يوبل ته دمرستې لاسونه ورکول انسانان دځنځيرپه څېرسره نښلوي. |
و نه و په يوه کلي کې د صالحې په نوم يوه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره اوسېده. يوه ورځ يې له خپلوخورلڼوسره د "بابه زنجيرباف" لوبه کوله، چې ترلوبې وروسته ورته د "بابه زنجيرباف" په هکله پوښتنه پيدا شوه. هغې هيله درلوده، چې "بابه زنجيرباف" وګوري اوترې وپوښتي، چې ولې يې دانوم پرې اېښی دی. کورته دتګ پرمهال يوبوډا پرمخه ورغی. بوډا خپل بابه زنجيرباف وپېژانداو دصالحې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې خلک يې ولې زنجيرباف بولي،وويل، چې دې انسانان د ځنځيرپه څېرنښلوي. بوډا ددې خبرې ترکولو وروسته له سترګوپناه شو. پدې وخت کې صالحې شفيقې وليده، چې له اوبوډک سطلونه يې نشوای وړلی. صالحې خپل ورور، سميع هم دمرستې لپاره راوغوښت، خو هغه له مرستې انکاروکړ. صالحې دشفيقې له داوبوډک سطل له هغې سره يوړ. صالحې د "بابه زنجيرباف" کيسه سميع ته وکړه،خو هغه پرې باور ونکړ. دلارې په اوږدو زبير، دصالحې دګاونډی زوی په خټوکې لويدلی و. صالحې هغه له خټوراويست. شېبه وروسته سميع په يوه ژوره کنده کې پرېوت.صالحې يې دراپورته کولو هڅه وکړه،خوڅه يې له لاسه ونشول.  | | | صالحې ته دخورلڼوسره د"بابه زنجيرباف" ترلوبې وروسته دزنجيرباف په هکله پوښتنه پيدا شوه. |
پدې مهال "بابه زنجيرباف" دزبير اوشفيقې سره راورسېد.هغوی ټولو يو تربله لاسونه سره ورکړل او سميع يې له کندې راووېست. "بابه زنجيرباف" وويل، چې يوبل ته دمرستې لاسونه ورکول انسانان دځنځيرپه څېرسره نښلوي . پدې توګه دصالحې دپوښتنې ځواب هم ترلاسه شو. |