 | | | ګل مينه به تل دغاټول اونرګس لېدوته ورتلله اوهغوی ته به يې اوبه ورکولې. |
يو وخت په يوه کلي کې د ګل مينې په نوم يوه نجلۍ اوسېده، چې له ګلانو سره يې ډېره مينه درلوده او دګلانويوبڼ يې هم درلود. يوه ورځ ګل مينه دماماکره تللې وه، چې د راستنېدو پر مهال د غونډۍ پر سر،پداسې مهال دنرګس له يوه ګل سره مخ شوه چې ژړل يې او تېزبادهم لګېده. ګل مېنې دهغه دژړا لامل وپوښت. نرګس ديوازېتوب اوتېزبادنه وېره څرګندوله. ګل مينې ورته وويل، چې وروسته تردې به يې پوښتنه کوي. بيايې دلارې په اوږدوکې ديوه غاټول نالښت واورېد، چې دتېزباد له امله يې ملا کړوپه شوې وه.ګل مينې دهغه ملا هم ورسمه کړه. له هغې ورځې وروسته به چې کله ګل مينې د خپل بڼ کارونه سرته ورسول، دنرګس اوغاټول لېدوته به ورتلله. يوه ورځ دخپلوګلانوپه منځ کې ډېره خواشينې ګرځېده. دشبوګل ترې دهغې دخواشينې لامل وپوښت. ګل مينې دنرګس او غاټول ديوازېتوب ورته وويل. ديوې کوچنۍ ښاپېرۍ دشبو له ګل سره دوستي وه، چې تل به يې ليدوته راتله. هغه دګل مينې د خواشينۍ خبره له ښاپېرۍ سره شريکه کړه.  | | | کوچنۍ ښاپېرۍ دشبو له ګل سره دوستي وه اوتل به دهغه کتنې ته راتلله. |
ښاپېرۍ دشپې مهال نرګس اوغاټول دګل مينې بڼ ته راولېږدول او نورو ګلانوسره يوځای يې خوشاله ژوند پيل کړ. کله چې سهار مهال ګل مينه بڼ ته راغله، دنرګس او غاټول په لېدوډېره خوښه او پدې وپوهېده، چې خوښې په يوځای اوسېدوکې ده. |