 | | | دحفيظې مور وويل، چې له وړکتوب نه يې حفيظې او وحيدته دخوب په موخه اپين ورکاوه. |
يو وخت په يوه کلي کې د وحيد او حفيظې په نوم يو خور او وروراوسېده، چې په اپين روږدي شوي وو او ډېری وخت به ګنګس اوبې حاله پراته وو. حفيظې دوی هيڅ راز کار نشو کولی، په ډېرو ستونزو يې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله اوډېری وخت به داپين دترلاسه کولو په لټه کې وو. دهغوی په ذهن کې هيڅ څه په ياد نه پاتې کېدل. ان، چې دخپلوبوټانو دمزو تړل به يې هم هېرېدل. يوه ورځ حفيظې په خوب کې خپل همزولی، ضيا او خپله مور، چې پخوايې له لاسه ورکړې وه، وليدله. ضيا هغوی ملامت کړل، چې ولې په اپين روږدي شوي دي، خوحفيظې دوی نه پوهېدل، چې له کله يې داپين په خوړلو پيل کړی و.  | | | يو وخت په يوه کلي کې دحفيظې او وحيد په نومونو خور او ورور په اپين روږدي شوي وو. |
پدې وخت کې دحفيظې مور ټوله ملامتې پخپله غاړه واخيسته او ويل، چې په ماشومتوب کې يې هغوی ته دخوب لپاره اپين ورکاوه. ضياوويل، چې ده هم پخوا پوډرڅکول خوخپله درملنه يې په يوه ځانګړي روغتون کې وکړه. حفيظه او وحيد هم پرته له ځنډنه ددرملنې لپاره ياد روغتون ته روان شول. |